د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایی: د امریکا او چین په اړیکو کې د کړکېچ عمده علت دا دی چې امریکایان له چین سره د (( خیالی دښمن )) په څېر چلند کوی.شی فانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډی شرمن ته پرون وېیلی، چې د امریکا متحده ایالتونه هڅه کوی ،چې چین د اهریمن په توګه وښیی او په کار ده دا چلند یې بدل شی.د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی شی او مېرمن شرمن سره تر کتنې وروسته په اعلامیه کې وېیلی: امریکا دې د خپلو جوړښتی ستونزو ملامتی پر چین نهاچوی.وروسته له هغې چې واشنګټن په هانګ کانګ کې پر ډیموکراسۍ پلوه اعتراضونو د چین د فشارونو له امله پر چین ځینی بندیزونه ولګول، په ځوابی اقدام کې چین تېره اوونۍ د امریکا د سوداګرۍ پخوانی وزیر ویلبر روز (Wilbur Ross)، ځینی نور اشخاص او کمپنۍ د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.