د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چین وړمه ورځ په پیکنګ کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلیم کلین احضار کړ او د هغې لایحې پرضد یې اعتراض وکړ، چې د امریکا کانګرېس یوه ورځ مخکې تر دې تصویب کړه.کانګرېس د سې شنبې په ورځ د ۴۰۷ موافقو او له یوې مخالفې رایې سره د چین پر یوشمېر چارواکو د بندیزونو لایحه تصویب کړه او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې د توشیح لپاره واستوله.واشنګتن پر چین تور پورې کړی ، چې په خپله خاوره کې له ایغور مسلمانانو سره زیاتى کوی او د هغوی بشری حقونه تر پښو لاندې کوی.