د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې.پیډرسن د سوریې د ۸ کلنې جګړې ختمولو لپاره پر سیاسی بهیر ټینګار کوی. نوموړی وړمه ورځ وویل: (( موږ په قوت سره د اوربند د درناوی غوښتونکی یوو او موږ په ټول هېواد کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې ده.)) پیډرسن زیاته کړه: د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې ګوری.دغو هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولى دى.