روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پینټاګون : لشکر طیبه د افغانستان او نړیوالو ځواکونو لپاره لویه ګواښوونکې ډله ده

پینټاګون په راپور کې ویلی، د امریکا متحده ایالتونه په پاکستان کې مېشته لشکرطیبه ډله د ځان او په افغانستان کې د ایتلافی ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼی. امریکا او ملګروملتونو لشکرطیبه نړیواله تروریستی ډله ګڼلې ده. دا ډله، چې ویل کېږی له ۳۰۰ تر ۱۰۰۰منظم وسله وال پنجابی ترهګر یې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ په جګړه کې د افغان ځواکونو پر ضد جنګېږی، د هند د مومبۍ د ۲۰۰۸ م کال د تروریستی بریدونو مسووله ده، چې په لړ کې یې ۱۶۶ کسان ووژل شول. د پنټاګون په راپور کې ویل شوی، لشکر طیبه په افغانستان کې د مهمو فعالو تروریستی ډلو په منځ کې د القاعده او د ازبکستان د اسلامی غورځنګ ترڅنګ پنځمه مهمه سختدریځه ډله ده. د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې د حقانی شبکه، د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ او لشکرطیبه په افغانستان کې د ایتلافی ځواکونو لپاره تر ټولو لوی ګواښو نه ګڼل شوی دی.په دې راپور کې د داعش، پاکستانی طالبانو او حقانی شبکې د غړیو شمېر له ۳ زرو تر ۵ زرو پورې اټکل شوی دی.

راپور وایی، چې لشکر طیبه، چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې تاسیس شوې، اوس یوه تر ټولو لویه تروریستی ډله ده چې له پاکستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید