د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په قطر کې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو له دوام سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلی: په افغانستان کې نور د سولې د تامین وخت رارسېدلی دی.پومپیو پر ټویټر پاڼه لیکلی: امریکا په افغانستان کې د سولې او امنیت راوستو ته ژمنه ده. نوموړی زیاته کړې: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې سوله تامین شی او واشنګټن د دغې سولې راوستو ته ژمن دى. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اووم پړاو خبرې د سرطان په ۸مه پیل شوې او لا هم روانې دی، چې طالب لوری په کې د زیاتو پرمختګونو ادعا کړې او آن د یوې هوکړې اټکل یې هم څرګند کړی.دغه راز ټاکل شوې چې سبا (یکشنبه) او بل سبا ( دوشنبه ) په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې یوه غونډه هم پیل شی.