روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوتین: پر روسیې د لوېدیځ بندیزونه لیونتوب دی

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلی: پر روسیې د لوېدیځ له لوری د بندیزونو لګول لیونتوب دی. ده د سنټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادی فورم ته په وینا کې وویل، چې اقتصادی بندیزونه له روسیې ډېر د بندیزونو لګوونکو ته زیان اړوی. ده زیاته کړه ،چې د بندیزونو له کبله اروپایی ټولنې ۴۰۰ میلیارده ډالره زیان کړی. په ورته مهال د روسیې ځینو نورو چارواکو او ادارو ویلی، چې د تېر کال کچې ته یې د هېواد د اقتصادی ودې رسېدل ښایی یوه لسیزه وخت ونیسی. د دغه هېواد لویې پور ورکوونکې ادارې سبربانک ویلی، د هېواد د اقتصادی ودې بېرته سمېدل یې که ناممکنه چاره نه وی ،نو په لنډ مهال کې شونې چاره هم نه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید