روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوتین: پر انټرنیټ دې د حکومت کنټرول زیات شی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ داسې قانون توشیح کړ، چې ورسره پر انټرنیټ د حکومت کنټرول زیاتېږی. دا قانون د کرملین وېب‌پاڼې خپور کړی. انتقاد کوونکی وایی، چې له دې سره به د انټرنیټ پراخه برخه سانسور شی. د نوی قانون له مخې، د انټرنیټ کاروونکی باید د هېواد له دننه او بهر انټرنیټ د یوې خاصې وسیلې له لارې راکاږی. د انټرنیټ پلوی شبکې وایی: له دې سره به د روسیې استخباراتو ته د اطلاعاتو د ترلاسه کولو زیاته زمینه برابره شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید