روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوتین د فنلنډ ولسمشر ته: ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب هڅه تېروتنه ده

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فنلنډ ولسمشر ساولی نینیستوته ویلی: په ناټو کې د فلنډ د غړیتوب هڅه اشتباه ده.

د کرملین د اعلامیې له مخې په هغو تلېفونی خبرو کې چې دواړو مشرانو لا وړمه ورځ کړی ولسمشر پوتین ویلی، چې روسیه فنلنډ ته کوم ګواښ نه پېښوی.د فنلنډ د ولسمشرۍ دفتر وایی: ولسمشر نینیستو دا تلېفونی خبرې د دې لپاره تنظیمې کړې وې، چې په ناټو کې د خپل هیواد د غړیتوب د پلان په اړه توضیحات ورکړی.د فنلنډ تر څنګ سویډن هم پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اندېښنو په دوام په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید