د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې ولسمشر پر پخوانی شوروی اتحاد د نازیانو د یرغل د اتیایم کال د پوره کېدو په مناسبت وینا کې، د شوروی اتحاد قربانۍ وستایلې.ولادمیر پوتین د اړېکو د ترېنګلتیا په اوج کې وړمه ورځ ادعا وکړه ،چې د اروپا امنیت په ډراماتیک ډول خراب شوی دی.وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴میلادی کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق کړه، له لوېدیځ سره د روسیې اړیکې د سړې جګړې د پای د مهال په څېر تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې دی.نازی جرمنی له مسکو سره د تړون له لاسلیک سره- سره د ۱۹۴۱میلادی کال د جون پر ۲۲مه په ناڅاپی ډول پر پخوانی شوروی اتحاد حمله کړې وه.پخوانی شوروی اتحاد او په لوېدیځ کې یې نور متحدان و توانېدل تر څلورو کلونو وروسته په تدریجی ډول جرمنی شاتګ ته اړ باسی.