د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
پولنډ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پورې کړ، چې د بلاروس له لارې پولنډ ته د داخلېدونکو کډوالو اصلی طراح دی.د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکی په وارسا کې د پارلمان غونډې ته وویل ،چې د بلاروس له لارې پر پولنډ برید شوی دی او تر شا یې ولادیمیر پوتین دی، خو د پوتین ویاند دیمتری پیسکوف وویل، چې بلاروس د کډوالو د مخنیوی په برخه کې ډېرې هڅې کړی او دا ستونزه باید د خبرو له لارې حل شی.بل لور ته د کډوالو لپاره د اروپایی کمېسیون مشرې مونیک پاریا وړمه ورځ په بروکسل کې د اروپایی پارلمان غونډې ته وویل، چې د بلاروس د تیری څرګند شواهد شته: ((د بېلاروس د دولت له لوری په ښکاره زمینه ورته برابریږی. کډوالو ته په سیاحتی ویزو بلنه ورکوی چې منسک ته له بېلابېلو لارو ورشی. په پیل کې دا لاره مستقیم له بغداده تر منسک پورې وه، چې له ښه مرغه د دپلوماتیکو هڅو له لارې یې مخه ونیول شوه، خو کډوال د لبنان او اردن له لارې راځی. د سوریې له لارې هم ډېرې الوتنې کېږی او د متحدو عربی اماراتو له لارې بیخی ډېر پروازونه دی.))