روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوتین امریکا ته: د افغانستان پیسې پرېږدۍ، اسلامی امارت وسلې نه پرې اخلی، ډېری ورته پاتې دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په لوېدیځو بانکونو په ځانګړې ډول پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل کړې پاڼه آزاده کړی.پوتین په روسیه کې د پانګونې فورم کې وېیلی: امریکا او لوېدیځ بانکونه باید د بشری اړتیاو په خاطر د افغانستان کنګل کړې پیسې خوشې کړی.پوتین ټینګار کړی، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره اړینه ده، چې لږترلږه په لوېدیځو بانکونو په ځانګړې توګه امریکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمنی آزده کړل شی.ده وېیلی(( دا اړینه ده چې شتمنی له کنګل واېستل شی ،ترڅو خلکو ته د بنسټیزو ستونزو د هواری فرصت ورکړل شی، د روغتیایی تجهیزاتو پېرودلو، درمل، د ماشومانو ملاتړ لپاره وکارول شی، دا شونې ده. دا پیسې به د وسلو پر اخیستلو نه لګول کېږی، د افغانستان اسلامی امارت وسلو ته اړتیا نه لری، امارت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې لری، چې هلته پرتې دی.))د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې ،چې د اسلامی مارت په دوحه کې له امریکایی پلاوی سره کتلی او وایی په دې ناسته کې یې له امریکا غوښتی چې په سملاسی توګه د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنی آزاده کړی.څو ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان وېیلی وو چې پر افغانستان دې هغه اقتصادی بندیزونه سملاسی ختم کړل شی چې په دې هېواد کې یې د روغتیا، خوړو رسولو او نورو بنسټیزو خدمتونو مخه نیولې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید