د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، دغه وزارت په داسې یوې طرحې کار کوی چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د افغانستان ټول صادراتی اقلام بهر ته د دغه هېواد په خپل نوم صادر شی.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدی ازادی راډیو ته وویل چې د دغه وزارت له خوا د هند او فرانسې سره د افغانستان د صادراتی اقلامو لپاره د سرټیفکیټ د اخېستلو پر پروګرام کار روان دی.هغه وویل چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به ټول صادراتی اقلام د افغانستان په نامه او په معتبر سرټیفکیټ سره بهر ته صادر شی.ښاغلی احمدی وویل، د هېواد صادراتی اقلامو ته د سرټیفکیټ په اخیستلو سره د نورو هېوادونو په نامه د افغانستان د صادراتی مالونو د صادرولو مخه به ونیول شی.تردې وړاندې د افغانستان محصولات د نورو هېوادنو په مارک بهر ته صادرېدل چې سوداګرو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړی وې.