روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په یمن کې برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د یمن په شمال کې سعده ښار وړمه ورځ د یوه مرګونی برید شاهد و، چې د دوو ماشومانو په شمول یې ۱۰ کسان وژلی او ۲۷ نور یې ټپیان کړی. د حوثیانو تر کنټرول لاندې تلوېزیونی شبکې او سیمه ییز روغتون ویلی، چې برید د سعودی په مشرۍ ائتلاف کړی دی. اخوا د سعودی په مشرۍ د ائتلافی ځواکونو ویاند ډګروال ترکی المالکی ویلی ،چې په الثابت بازار باندې برید حوثیانو کړی. ده وویل: دا ترورېستی عمل دی، چې حوثی یاغیانو له الثابت قبیلې سره د دښمنۍ په خاطر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید