روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په یخه هوا کې د زکام د مخنیوی لپاره پنځه اسانه لارښوونې

د یخې هوا له راتلو سره سم یا د ژمی له موسم څخه وړاندې زیاتره وګړی پر زکام، تبې او د ستونی پر دردونو د اخته کېدو له کبله له اندېښنې سره مخ وی ،چې زیاتره د دوی په ورځنی ژوند او فعالیتونو اغیز کوی. د دې د مخنیوی لپاره یې  ځینې داسې اسانه لارې شته، چې له اندېښنو مو خلاصولی شی:

په منظم ډول لاسونه پریمنځل: د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وېرسونه دی، چې د ککړتیا له کبله رامنځته کېږی او له یوه څخه بل ته انتقالېږی، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څیزونو له  لاس لګولو چې په عامه ځایونو کې استعمالېږی ورانتقالېږی.

له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوی او زیاتوی ،چې وګړی دې د وېروس د خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډېر لاس نه وړی.

تمرین کول: تمرین یا ورزش کول په ځانګړی ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام د مخنیوی بې ساری درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له  تمرین سره احتیاط په کار دی، ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لری.

خپګان نه کول: د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتی سیستم کمزوری کېږی، نو د دې لپاره باید ارام واسئ او استراحت غوره کړئ.

ښه خوب: د بدن د حجرو او فعالیتی سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وېروسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوی، پوهان وایی، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کېږی.

اړمند خواړه: د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار رول لری، ددې لپاره په کار دی چې خپل خوراکی رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافی وېټامینونه او معدنیات ولری او همدارنګه میوه، سبزیجات، پروټین، سګرېټ نه څکل او ډېرې اوبه څښل ډېر مهم دی، پوهان وایی، چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډېرې څښل ګټه لری.

د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتو او سختو ناروغیو لامل شی:

ددغه راپور له مخې پوهان وایی: د زکام، تبې یا ستونی دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشی ممکن د جدی پېچلتیا لامل شی، او شونې ده  چې وګړی د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شی.

په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوو اوونیو وخت نیسی، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شی، د زینو ختلو پرمهال وګړی له نفس تنګۍ سره مخ کوی اواز ټیټیږی او د اوریدلو حس هم کمزوری کوی.

د زکام، ستونی یا ټوخی پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملی ګرامو پورې وېټامین سی حاصل کړئ، د پوهانو په  وینا له وېټامین سی څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ شمله ،مرچ دی.

دغه راز دوی زیاتوی: که غواړئ له پیله د یخ یا ژمی موسم له پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په صابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید