د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی دفاع وزارت وایی: په کونړ کې ۴۰ داعش او طالب وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغه ۴۰ کسیزه ډله کې ۳۴ داعشیان او ۶ یې طالب وسله وال دی.خبرپاڼه زیاتوی، تسلیم شویو کسانو ژمنه کړې ،چې وروسته له دې به د خلکو او افغان امنیتی ځواکونو پر وړاندې نه جنګېږی او سوله ییز ژوند ته به دوام ورکوی.په ورته مهال د کونړ والی محمد اقبال سعید وایی: دغو کسانو ۲۸ کلاشینکوفونه، اته راکت انداز او څلورپیکاوې هم دولت ته سپارلی او ژمنه یې کړې چې نور به له تاوتریخوالی لاس په سر کېږی او خپل عادی ژوند ته به دوام ورکوی.تر دې وړاندې چارواکو ویلی وو، چې په سرپل او بلخ ولایتونو کې شاوخوا دری سوه طالب جنګیالی دوی ته تسلیم شوی او خپلې وسلې یې پر مځکه ایښی دی.