روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کونړ کې د کب روزنې د فارمونو شمېر ډېرېږی

د کونړ د کرنې ریاست وایی: په دغه ولایت کې د کب روزنې فارمونه او چارې د ودې په حال کې دی او په تېرو څو کلونو کې په کونړ کې د کبانو د روزنې ډېر فارمونه جوړ شوی دی.له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وېیل شوی، په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو لپار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ د دې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکی او مالی مرستې او همکارۍ کوی. د دغو مرستو او همکارویو په ترڅ کې د کونړ په نرنګ، خاص کونړ، نورګل، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو کبانو د بچیو د تولید یو باب هچری او ۴۶بابه د کبانو یو جریبه فارمونه جوړ شوی دی.د خبرپاڼې له مخې، په دغه هچریو کې د کارپ درې ډوله (کامون کارپ، سلور کارپ او ګراس کارپ) کبانو بچی تولیدېږی، چې د تولید وړتیایې ۲،۲ میلیونه ده، چې ورسره به د دې ولایت د ګانډو ولایتو د کب روزنې فارمونو یو شمېر ستونزې اوارې شی. دغه راز په کونړ کې د کبانو ۴۶ جوړ شوی فارمونه هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالری، چې دکال ۹۰ ټنه د کبانو غوښه تولیدوی.په خبرپاڼه کې وېیل شوی، د کرنې وزارت له لوری په کونړ کې د کبانو د روزنې د فارمونو په لرونکو ګڼ وسایل هم وېشل شوی دی.:(( په دغو وېشل شوو توکو کې لوی او متوسط پلاستیکی تشتونه، ډولچې، مېټرونه، ټرمامیټرونه، پلاستیکی موزې، د اوبو ضد ځانګړې جامې، فلزی خادې، د اوسپنې جال، خوریانې، یخچالی بکسونه، د کوترې ماشین له جنراټور سره، د کبانو نیولو کوچنی، لوی او متوسط جالونه او د اکسېجن د منحلولو په پار فواری ماشینونه او لمریزې تختې شاملې دی.))د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې د کب روزنې څه باندې دوه زره فارمونه شته، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، روزګان، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دی.په هېواد کې د کبانو د روزنې د فارمونو سربېره لا هم د کبانو د غوښې په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا شوی نه دی او هر کال هېواد ته زرګونه ټنه د کبانو غوښه له ګاونډیو هېوادونو واردېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید