د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
شپږخ خبر
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، د اسلامی امارت له واکمنېدو سره سم د کونړ ددانګام، غازی آباد، ناړۍ، څوکۍ، چپه دره، ماڼوګی او سرکاڼو ولسوالیو په ځینو برخو کې د شپې له خوا د مخابراتی سایټونو د خاموش کېدو چاره د اړوندو ادارو په همکارۍ حل او ټول مخابراتی سایټونه په ۲۴ ساعته ډول فعال شوی دی.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، همداراز له هغو سایټونو چې کارونه یې په تېر حکومت کې نیمګړی پاتې وو را پور چمتو او له مرکز سره شریک شوی دی، ترڅو د یادو سایټونو پاتې چارې بشپړې او ولسونه یې له خدماتو برخمن شی.
د خبرپاڼې له مخې، د کونړ د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د غیر مجازی سیمکارتونو او مخابراتی وسایلو د پېر او پلور د مخنیوی لپاره هم هلې ځلې روانې دی او په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتی او انټرنېټی خدمتونو د کیفیت ارزونې تر سره شوې دی.د یادولو وړه ده، چې د کونړ د مخابراتو ریاست، ولسوالانو او قومی مشرانو سره په همغږۍ د هغو سیمو ، چې تر دې دمه هېڅ مخابراتی خدمات نه لری یا یې مخابراتی خدمات ضعیف دی، معلومات راټول شوی ترڅو د ټی ډی ایف لسمې پروژې په پلان کې شامل او له مخابراتی خدمتونو محرومې سیمې هم له مخابراتی خدماتو برخمنې شی.