روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کور د ننه د سیلانیانو شمېر لوړ شوی

د خبری سرچینو په حواله په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ګڼ شمېر د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ د پخوا په پرتله څو برابره ډېر شوی دی. راپورونه وایی، چې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۴۰ زرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دغه تاریخی ولایته لیدنه کړې ده. د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست ویلی: ۴۰ زرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانود بامیانو تاریخی او لرغونې سیمې کتلې دی. د ده په وینا: دوی د سیلانیانو د جذب لپاره هڅې پیل کړې او ډاډ یې ورکړی، چې سیلانیانو ته به لا ډېرې آسانتیاوې برابرې کړی. د یادونې  وړ ده چې د امنیتی وضعیت ښه کېدو سره د هېواد تفریحی او تاریخی سیمو ته د خلکو تګ راتګ  د پام وړ ډېر شوی دی.

دغه راز کونړ ته هم د اختر په ورځو کې ۲۰زره سیلانیان او ځاځی اریوب ته  نږدې ۳۰زره سیلانیان ورغلی وو او له تاریخی ځایونو یې لیدنه کړې وه.

د یوبل خبر له مخې:د پنجشیر سیمه ییز مسئولین  په دغه ولایت کې د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالی خبر ورکوی.د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نصرالله ملکزاده وایی، چې د تېر لوى اختر له پیل راهیسې زرګونو سیلانیانو د یاد ولایت  له سیاحتی او طبیعی ځایونو څخه لیدنه کړې ده.هغه زیاته کړه: پنجشېر تل د خپلې خوندورې هوا او طبیعی شنو خونو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د علاقې وړ ګرځېدلی، چې هره ورځ سلګونه کورنۍ په دغه ولایت کې  شپې او ورځې تېروی.ده  وویل، چې په دغه ولایت  کې امنیت تامین دى او دا کار د دې سبب شوى چې دغه ولایت ته له نورو سیمو څخه سیلانیان راځی.

ده زیاته کړه: له دې وروسته به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوى آمریت د سیلانیانو د رسمی ثبت لپاره په کار پیل وکړی.د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل، چې هره ورځ هغه کورنۍ او سیلانیان چې پنجشیر ولایت ته داخلېږی د دغه ولایت د مرکز بازارک او د درې، آبشار او د پریانو ولسوالیو د لیدو لپاره ځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید