روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې په لومړی ځل  ګرځند ښوونځی جوړ شوی

د قلم لارې مدنی ټولنه،چې له کلونو راهیسې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د زده کړو د عامېدو په برخه کې د عامه پوهاوی کمپاینونه ترسره کوی،خو په یوه تازه او کمساری ګام کې یې د کندهار د سرحدی ولسوالیو له زده کړو د پاتې ماشومانو لپاره داسې مجهز ګرځنده ښوونځی جوړ کړ،چې تر نهم ټولګی به ماشومانو ته د کتاب او ثبت شویو درسی موادو پر مټ زده کړې ورکوی.د یادې ټولنې مشر مطیع الله ویسا وایی: یاد ښوونځی یې د خپلو رضاکاره کارکوونکو پر مټ جوړ کړی او ټول لګښت هم د دوی له لوری پرې شوی دی. ده زیاته کړه: (( د نړۍ هېڅ ځای کې زرنج نه دی کارول شوی. دا زموږ نظریه ده، موږ غواړو، په ډېرو لږو امکاناتو د هغو سیمو،چې هلته هېڅ ښوونځی ، ښوونکی ، ودانۍ نه شته ، له دغې لارې د زده کړې زمینه برابره کړو.)) دغه ګرځنده ښوونځی،غږیز سیستم، کتابتون، تلوېزیون، لمریزه برېښنا او په هره سیمه کې رضاکاره ښوونکی لری.ګرځنده ښوونځی کې ټول مواد د هیواد د تعلیمی نصاب مطابق تدرس کېږی او مسئولین یې وایی: هڅه کوی،په انلاین بڼه هم زده کوونکو ته د درسی موادو د رسولو زمینه برابره کړی.د دغه ګرځنده ښوونځی د زده کړو په بهیر کې تازه شامل شوی ماشومان هم خوښ دی او زده کړې د خپلې راتلونکې لپاره ګټورې بولی.

یوه زده کوونکې نازنینه وایی:  ((  زه ډېره خوشحاله یمه،چې دلته زده کړې کوم. زه غواړم، په راتلوونکې کې ښوونکې شم، ترڅو نورو نجونو هم درس ورکړم.))  زده کوونکی محمد میرویس وایی: (( غوښتنه مو دا ده، چې زموږ لپاره ښوونځی او کورسونه جوړ کړی، چې  زده کړې په کې وکړو.))

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی،چې دغه ښوونځی یې په سیمه کې د لومړی ځل لپاره فعاله شوی، وایی: د زده کړو د پراختیا لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوی،چې د دوی د ماشومانو پر راتلونکې مثبته اغېزه کوی.د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عطاء الله وایی: (( دا کار زموږ د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دی. له دې سره دواړه هلکان او نجونې هڅول کېږی.  دغه هڅه یې د ستایلو وړ ده.)) د سپین بولدک ولسوالۍ بل اوسېدونکی عطاء محمد بیا وایی: (( موږ ډېر خوشحاله یو،چې د قلم مدنی ټولنې له لوری دا ګرځنده ښوونځی مو د ماشومانو لپاره پرانیستل شو. دغه ګرځنده ښوونځی به کلی په کلی ګرځی او له زده کړو پاتې هلکانو او نجونو ته به زده

کړې ورکوی.د قلم لارې مدنی  ټولنې مسئولین وایی:له ازمایښتی کار وروسته غواړی، د دغه ډول ښوونځیو شمېر زیات کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید