د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کندهار سیمه چارواکی وایی: هغه افغان سرتېری، چې په یوازې ځان یې دری شپې او ورځې له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه بیا هم دغې ډلې ته تسلیم نه شو.د کندهار د امنیه قوماندانۍ له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د احمدشاه په نامه ددغه سرتېری د سنګر نور ملګری هغه مهال وسله والو طالبانو ته تسلیم شول، چې په دې حوزه یې برید وکړ.د خبرپاڼې له مخې دغه سرتېری د نورو کومکی ځواکونو تر رسېدو د اوومې حوزې له مهماتو په یوازې ځان ساتنه وکړه او وسله والو ته تسلیم نه شو.د کندهار امنیه قوماندانۍ د دغه سرتېری وېډیو هم خپره کړې. احمدشاه وایی: د وسله والو ډلو په تبلېغاتو دې خلک نه غولېږی او په خبره یې افغان ځواکونه د دې وړتیا لری ،چې له خپلې خاورې او خلکو پوره ساتنه وکړی.خبرپاڼه زیاتوی: (( احمدشاه ولد عبدالحکیم د کندهار ښار د اوومی امنیتی حوزې سرتېری دی چې په همدې حوزه په قرارګاه کې د طالب وسله والو ترهګرو له لوری په محاصره وو او نوموړی په یوازې ځان ورسره جنګېده.))د راپورونو له مخې، اوس هم د کندهار ښار د اوومې او اتمې حوزو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.د کندهار د امنیتی بورډ غړی حمیدزی لالی پرون رسنیو ته وېیلی، چې په سیمه کې افغان ګډو ځواکونو ګڼې سیمی تر خپلی ولکې لاندی را وستی او د تصفیې عملیات یې دوام لری.د میرویس حوزوی روغتون رییس ډاکتر محمد داود فرهاد په خبره چې له وړمې شپې راهیسې د ماشومانو او ښځو په ګډون یاد روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه او ۴۱ تنه ټپیان ور وړل شوی.