روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې د روانی ناروغانو لپاره نوې مرکز  فعالیت پیل کړ

د کندهار په عینو ښارګوټی کې  د روانی ناروغانو د ساتنی او روزنی نوی مرکز پرانیستل شو، چې د پرانیستنی په یادو مراسمو کی د افغانی سرې میاشتی مرستیال ملانورالدین ترابی، کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.د پرانیستنی یاد مراسم چی د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل شوه، په پیل کې د افغانی سرې میاشتی مرستیال ملانورالدین ترابی وویل: په دې مرکز که به د کندهار ترڅنګ د ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو روانی ناروغانو درملنه د روانی، عصبی او عقلی ډاکټرانو پر مټ په معیاری توګه کېږی او د خپلو خبرو په وروستیو کی یې د یادو ولایتونو پر ټولو هېوادوالو ږغ وکړ، ترڅو روانی ناروغان د ښې درملنی په موخه دې مرکز ته ورپېژنی.

له هغه وروسته کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا لومړی په خپلو خبرو کې د سرې میاشتی ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د روانی ناروغانو لپاره یې یو داسی مرکز پرانیست او وویل: د دې نظام په راتګ سره د سوالګرو، بې‌سرپرسته ماشومانو او معتادینو لپاره جلا ـ جلا ادارې او مرکزونه جوړ کړل شول، چې په خبره یې دادی اوس تازه د روانی ناروغانو لپاره هم نوی مرکز پرانیستل شو، چې دا د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه له دې ځورېدلی ولس سره ځانګړې پېرزوینه ده.

کندهار والی د خپلو خبرو په دوام ددې نظام په اړه وویل: دا نظام د کفارو پر اوږو او انتخاباتو نه دی راغلی؛ بلکی د انسانانو په ونیو راغلی، نو په کار داده، ترڅو د دې نظام د دوام او ټینګښت په برخه کې ټول خپل مسئولیتونه اداء کړو.وروستیو کې د افغانی سرې میاشتی مرستیال ملانورالدین ترابی او کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا د یاد روزنیز مرکز د ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او هم یې د روانی ناروغانو حال له نږدې واخیست،یاد مرکز د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ صاحب حفظه الله په حکم ترتیب او یاد خدمت ته وقف شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید