روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې د ترافیکی بې نظیمو د مخنیوی هڅې

 په کندهار کې د ترافیکو مدیریت مسئولین وایی: په تېرو څو میاشتو کې یې سلګونه کسان د مسلکی موتر چلوونې په برخه کې روزلی او هغوی ته یې د موټر چلونې قانونی اسناد ورکړی دی. د ترافیکو مدیر مولوی بشیر د چهارشنبې په ورځ له رسنیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلی، چې د اسلامی امارت په راتګ سره دوی توانېدلی، څو سلګونو کسانو ته د موټر چلوونې مسلکی زده کړې او تر آزموینې وروسته قانونی جوازونه ورکړی. (( موږ په روژه کې ۱۶۰۰ کسانو ته زده کړې ورکړې او له هغه وروسته ۲۴۰ کسان فارغ شول، د دې ترڅنګ په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د لېسنسونو لپاره نوم لیکنه پیل شوې. )) مولوی بشیر وایی: د ښاری نظم لپاره یې یو شمېر نړیوال سیستمونه په پلان کې شته چې په پلی کېدو سره به یې په کندهار کې ترافیکی نظم ډېر برابر شی.دی وایی، چې ښاریان هم باید په ښاری نظم راوستلو کې د ترافیکو له مدیریت سره مرسته وکړی. ((موږ خو اخته یوو ،چې ښاری نظم برابر کړو، خلک هم باید خپلو کشرانو ته هغه موټر ورنه کړی چې تېز تګ کوی. )) د قانونی جوازونو تر لاسه کېدونکی وایی: تر مسلکی زده کړو مخکې به د ترافیکی اشارو په اړه نه پوهېدل، خو اوس پوه شوی چې څه ډول اصولی موټر چلونه وکړی. (( ۱۵ ورځی مو د لېسنس درس ووایه، په دغو درسونو کې مو ډېر څه زده کړل، کوم اصول چې موږ مخکې نه وو زده، هغه مو ډېر ښه زده کړی، له ترافیکی لوحو سره آشنا شوو. ))

ممکن است شما دوست داشته باشید