روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې د بارانونو له امله سېلابونه راغلی

په کندهار کې له وړمې شپې راهیسې پیل شوی دوامداره باران په ښار او ولسوالیو کې سېلابونه هم راوستی دی.که څه هم تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د کوم زیان خبر نه دی ورکړل شوی، خو د کندهار ښاروالی او د عامې روغتیا ریاست د کندهار په ټولو سیمو کې د اړوندو مرستندویانو د شمېرو لېست اعلان کړی او له خلکو یې غوښتی ،چې د اړتیا پر مهال د مرستې غوښتنه ترې وکړی.
د کندهار د والی ویاند زمری څرګند وایی: له وړمې شپې راهیسې د ښاروالۍ ټول خدماتی پرسونل په ښار او ولسوالیو کې د باران د اوبو په مهارولو بوخت دی او تر دا مهاله باران او سېلابونو کوم زیان نه دی رسولی:((د ښار خدمتی پرسونل په ښار او ولسوالیو کې ګمارل شوی، څو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشی او د سېلابونو له امله تر اوسه کوم زیان نه دی رامنځته شوی.))د اوسنی باران له کبله د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې سېلابونه راغلی او ډېره سیمه یې لاندې کړې ده.د کندهار اوسېدونکی له مسئولو ادارو او په ځانګړی ډول له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوی، چې په ښار کې شته کانالونه پر وخت پاک کړی، څو د سېلابونو مخه ونیول شی.هغوی رسنیوته ویلی: (( ښاروالۍ دې د ښار په پاکوالی او د بارانونو په مدیریت کې جدی ګامونه واخلی. کانالونه باید پر وخت پاک شی، څو د سېلابونو مخه ونیول شی.))نه یوازې په کندهار، بلکې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې وړمه ورځ او پرون د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو دراتلو اټکل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید