روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې بې سرپرسته مېرمنو ته کاری زمنیه برابره شوې

په کندهار کې د خیاطۍ یو کورس جوړ شوی، چې په کې تر ۳۰ زیاتې ښځې د خیاطۍ زده کړې کوی او له همدې لارې خپل ژوند مخته وړی.دغه کورس یوې ښځینه خیاطې په خپل شخصی لګښت جوړ کړی او بې سرپرسته ښځو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د دې کورس مسئوله سایمه ده، چې ښځو ته یې د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره کړې ده.
سایمه وایی چې په دغه کورس کې هغو ښځو ته خیاطی ور زده کوی چې بې سرپرسته او اړمنې وی.
د نوموړې په خبره، په دغه کورس کې ډېرې مېرمنې په کار ګمارل شوې، کار یې زده کړی او د همدغه کورس له لارې دومره پیسې پیدا کوی ،چې د ژوند چارې پرې مخته یوسی.

(( له موږ سره زیات شمېر ښځې کار کوی او دلته د خپل ژوند مخته وړلو لپاره پیسی پیدا کوی. مخکې به د سړکونو پر غاړه ناستې وې او نورو ته به یې لاسونه نیولی وو، خو اوس خوشبختانه د دې خیاطۍ په مرسته یو څه پیسې پیدا کوی.))

جمیله د خیاطۍ په دې کورس کې زده کړې کوی، دا وایی: خاوند یې مړ شوی او اوس د پلار په کور کې ژوند کوی او د خیاطۍ په پیسو خپل کورنی ژوند مخته وړی.

((زه خپله کونډه یم او د پلار په کور کې اوسېږم، دوه کاله مې کېږی ،چې دلته په دې خیاطۍ کې کار کوم او خپل ژوند مخته وړم. بېلا بېل کارونه مې زده دی، خو زمینه نه ده راته برابره شوې.))
د خیاطۍ په دې کورس کې لاسی صنایع، لکه د جامو ګنډل، ګلدوزی، مردوزی، خامک، ځانګړی افغانی کالی او کندهارۍ لاسی غاړې د خلګو د فرمایش اړوند ورته په ټاکلی نرخ جوړېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید