روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندهار کې بل ډله‌ییز قبر موندل شوی

په کندهار کې د اسلامی امارت چارواکی او ځایی اوسېدونکی وایی:  د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی دی.دا په وروستیو څو اوونیو کې دوهم ډله‌ییز قبر دی، چې په کندهار کې موندل کېږی.له دې وړاندې په تېر سپټمبر مباشت کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی و.د دامان د علیزو د کلی اوسېدونکی رسنیوته ویلی، چې دا قبر د دامان ولسوالۍ په علیزو کلی کې موندل شوی دی.په کندهار کې د اسلامی امارت چارواکی هم وایی ،چې په علیزو کې خلکو له یوې غونډۍ خاوره وړله چې ډله‌ییز قبر یې ومونده.د کندهار د والی ویاند حاجی زید وایی، چې دا کسان د تېر حکومت په مهال وژل شوی دی.نوموړی وایی: (( د علیزو او بشر کلیو ترمنځ سیمه کې خلکو خاوره وړله، په غونډیو کې سکواټر کار کاوه، چې دغه هډوکی پیدا شوی دی، موږ وروسته ورغلو څېړنې مو وکړې. هډوکۍ تقریباً د لسو پنځلسو کلونو زاړه وو، د سر له کوپړیو او ژامو څخه معلومېدل چې پنځه کسان وو.))تر اوسه پورې د موندل شویو جسدونو، چې یوازې یې هډوکی پاتې دی، هویت نه‌دی معلوم.

ممکن است شما دوست داشته باشید