د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د جمهور ریىس د حکم پر اساس به په کندهار کې اقتصادی زون جوړ شی، نو د دې لپاره دې په دغه ولاىت ددغه زون د جوړېدو لپاره ( ۱۰۰۰ ) جرىبه ځمکه په نښه کړاى شی.
دغه څرګندونې د هوایی ډګرونو د اقتصادی او پرمختىایی کمېسىون پلاوی کندهار ولاىت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولاىت له والی تورن جنرال زلمی وېسا سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.د باختر اژانس د خبر له مخې؛
په دې کتنه کې د هوایی ډګرونو له اقتصادی او پرمختىایی کمېسیون څخه د تللی پلاوی په استازیتوب وفې الله سمېع ووىل : د جمهور رئىس د حکم پر اساس به په کندهار ولایت کې اقتصادی زون جوړ کړى شی، ده له ولایتی اداروڅخه غوښتنه وکړه چې د دغه زون لپاره ټاکل شوې ( ۱۰۰۰ ) جریبه ځمکه دې د دوى په واک کې ورکړاى شی.پلاوی وویل : په پلان کې لرو چې له یو شمېر ادارو سره خبرې اترې وکړو او د هغوى طرحې او نظرونه راټول کړو ترڅو سپین بولدک ولسوالۍ په صادراتی زون بدله کړو .د کندهاروالی تورن جنرال زلمی وىسا ووىل : په دغه ولاىت کې د اقتصادی زون جوړول د کندهار د اقتصاد په پىاوړی کولو کې مهم رول لری، ده په دې برخه کې ورغلی پلاوی ته د ولاىتی ادارې په استازىتوب د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ