روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کراچۍ کې د ملامنصور جایدادونه او سوداګری

د طالبانو د وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور جایدادونه او کاروبار په کراچۍ کې و ، هغه په بلوچستان کې د امریکایی ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو، پاکستان چې د ترهګرۍ او اورپکۍ له ملاتړه انکار کوی، نو څنګه دې بیا د هغوى مشران په پاکستان کې فعالیت او جایدادونه ولری! اوس اوس ویل کېږی، چې د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر منصور په کراچۍ کې جایدادونه، بانکی حسابونه او کاروبارونه لرل.

د پاکستان د مرکزی تحقیقاتی ادارې (اېف ایی ای) د اسنادو له مخې ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولی په نوم جعلی شناختی کارډونه جوړ کړی وو. ملا اختر منصور په ۲۰۱۶م کال کې د مې په میاشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندین سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د هغه د وژنې له ځای څخه پاکستانی شناختی کارډ ترلاسه شوی او له هغې پېښې وروسته داسې ویل کېدل چې د بلوچستان او کراچۍ څو چارواکی د ملا اختر منصور د شناختی کارډ جوړولو په تور نیول شوی وو.

د منصور له وژنې وروسته په کراچۍ کې د هغه د یو کور خبر هم ورکړل شوى و. اېف ایی ای د ملا اختر منصور په اړوند په تازه اسنادو کې ویلی هغه د کراچۍ په ګلشن معمار سیمه کې دوه پلاټونه او د ښار په نورو برخو کې څلور نور کورونه لری چې قیمت یې کروړونه روپۍ دی په قبضه کې اخیستل شوی دی. یادې ادارې ویلی د منصور د جایداد او بانکی حساب کتاب کار د محمد یاسر زوى کولو.

ملا اختر منصور د ملګرو ملتونو امنیتی شورا د قرارداد لاندې ترهګرۍ په تور لېست کې شامل شوى و او هر ډول کاروباری او د بانکونو هلې ځلې پرې بندې وې.

د پاکستان تحقیقاتی ادارې د ملا اختر منصور، ګل محمد، محمد ولی او عمار پرضد دوسیه درج کړې او ویلی یې دی چې د شناختی کارډونو جوړوونکې ادارې نادرا چارواکی چې په دغه کار کې ککړ دی هم مالوم کړی.

د ملا محمد عمر تر مړینې وروسته ملا اختر منصور د طالبانو مشر وټاکل شو، هغه د طالبانو په وخت کې د هوانوردۍ وزیر و. د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر د ۲۰۱۵م کال د جولاى په میاشت کې خپور شو او افغان دولت ویلی وو،چې ملا عمر په پاکستان کې مړ دی. له ارګه په خپرې شوې بیانیه کې ویل شوی وو: ((د افغانستان اسلامی دولت د باوری معلوماتو په بنیاد، د دې خبرې تصدیق کوی چې د طالبانو مشر د ٢٠١٣ م کال د اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی دی.))

له هغې وړاندې د هېواد استخباراتی ادارې ویلی وو، چې مُلاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی . خو طالبانو ویل،چې هغه له ۲۰۰۱ کال وروسته له افغانستانه بهر سفر نه دی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید