روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کانګرېس کې له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو د مخنیوی هڅې

د امرىکا د استازو جرګې ىو شمېر غړىو وړاندىز کړى چې په افغانستان کې دې د امرىکایی پوځىانو شمېر له ۱۰ زرو نه کمېږی.

که چېری د امرىکا د استازیو جرګه دا طرحه تصوىب کړی، ولسمشر ټرمپ به نه شی کولى چې په افغانستان کې د خپلو پوځىانو شمېر له ۱۰ زرو راکم کړی.د انټی وار امرىکایی خپرونې د راپور له مخې، دا وړاندىز لىز چىنی (Liz Cheney)، الىز سټفانىک (Elise Stefanik) او ماىک والټز (Mike Waltz) کړى دى. هغوى هڅه کوی ىوه لاىحه تصوىب کړی چې پر اساس به ىې د امرىکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځىانو شمېر له ۱۰ زرو نه شی کمولى.

لىز چىنی وىلی: که په افغانستان کې امرىکایی پوځىان حضور ونه لری، دا هېواد د ترورېستانو پر پناهځاى بدلېږی. دې ادعا کړې چې القاعده لا هم له طالبانو سره نږدې اړىکې لری او داسې شراىط رامنځته کوی چې په افغانستان کې د امرىکایی پوځىانو د حضور دوام ته اړتىا پىدا کوی.

د کانګرېس دغو غړىو له طالبانو سره د سولې روانه پروسه ناوړه معامله بللې او وىلی ىې دی چې هڅه کوی له افغانستانه د امرىکایی پوځىانو د وتلو د موافقې مخه ونىسی.

دوى، سره له دې چې ګومان کېږی په کانګرېس کې به زىات ملاتړ ونه لری، ټىنګار کړى چې په افغانستان کې د امرىکایی پوځىانو حضور به د دغه هېواد ثبات او امنىت وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید