روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کاناډا کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۶ ته ورسېد

په کاناډا کې د هوا د زیات ګرموالی له امله لسګونه کسان مړه شوی دی.د یاد هېواد روغتیایی چارواکی وایی، چې د ګرمۍ په موسم کې له بېلابېلو ایالتونو ۴۸۶ کسان مړه شوی دی.سرچینه وایی، چې د چهارشنبې په ورځ په هغه هېوا کې د تودوخې درجه لوړه  وه، چې د یاد هېواد په تاریخ کې بې مخینې ګڼل کېږی.د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او پر خلکو یې غږ کړی، چې ټول اړین تدابیر په پام کې ونیسی او له یو بل سره د ساتنې په برخه کې مرسته وکړی.هغه همدا راز پر نړیواله کچه د اقلیم د بدلون په مسئله کې له نړیوالو همکاری هم غوښتې ده.د جسټین ټروډو په خبره که وضعیت همداسې روان وی، نو بشریت له نوی ګواښ سره د مخ کېدو په حال کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید