روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې ډله ییزو او هدفی وژنو سختې اندېښنې را پارولې دی!

کابل په دې وروستیو کې د سختو وژنو پر ښار بدل شوى دى، له دې وړاندې خو انسان تښتونې او د کورونو لوټول او یا هم د موټرو او پیسو غلاوې که څه هم کېدې، خو دومره د اندېښنې وړ نه وې، لکه له تېر یوه کال را هیسې ،چې په کابل کې اوس وژنو خلک سخت په اندېښنو کې اچولی دی، وړمه شپه د کابل ښار د درېـیمې حوزې په جمال مېنه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون د اوو کسانو وژنې او له دې وړاندې په ۵۰۰ فامیلیو کې د یوې کورنۍ عاموژنه او یا دا چې کور ته د تګ پر مهال په کوڅو کې هدفی وژنې او د خلکو د جیبونو لوټل ، د دغو وحشتونو ښې بېلگې دی، دې ټولو کابل ښارىان پر نظام او حکومت او په ځانګړې توګه پر امنیتی ځواکونو یا پولیسو بې اعتباره کړی دی: (( سلام ، ورسېدم، بېغمه اوسه )) دا هغه تلېفونی ډاډګیرنه ده، چې د کابل ښاریان یې له ماښام وروسته له یو ځایه بل ځاى ته له رسېدو وروسته خپلې کورنۍ یا هم ملګرو ته ورکوی! دا ډېر وخت کېږی، چې دا لړۍ را پیل شوې او آن خلک ادعا کوی، چې په وسله والو غلاوو کې پولیس او د حوزو مسئولین ښکېل یا شریک دى! دا اندېښنه په رسنیو کې هم ښکاره شوې ده، رسنۍ وایی، چې په کابل ښار کې او یا هم د افغانستان په بل لوى او واړه ښار کې نږدې هره ورځ په بېلابېلو امنىتی حوزو کې جنایی پېښې رامنځته کېږی. وسله والو ډلو او بانډونو انسانی ژوند له خطر سره مخ کړى دى. د دې ترڅنګ بهرنیو استخباراتی وژنو ته هم لاره پرانیستل شوې ده، په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوری د دوو دىنې عالمانو وژنې یې ښې بېلګې دی، کله چې بانډونه او لوچک کسان د غلاوو او شوکو لپاره وژنې کوی، نو بهرنیو استخبارتی کسانو ته هم فرصت په لاس ورځی، چې هدفی وژنې وکړی، د مولوی سمېع الله ریحان او مولوی کاموی شهادت په همدې لړۍ کې د بهرنیو استخباراتی ډلو په تېره بیا د پاکستان د استخباراتو هدفی وژنې دی، دا هدفی وژنې له هغه راهیسې زیاتې شوې، چې افغان ځواکونو د طالب او ترهګرو ډلو پر مشرانو چاپې او بریدونه ډېر کړی دی. د کابل او نورو ښارونو امنیتی مسوولین اوس په دې ملامت بلل کېږی، چې له وژنو او جنایی پېښو وروسته یوازې نمایشی تحرکات کوی، خو په عمل کې یې هېڅ هم نه دی کړی، منو چې د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو لېست خپور کړى او په نښتو کې یې مجرمین وژلی او یا یې هم نیولی، خو بیا هم دا جنایتونه پراخ شوی دی. په دې اړه ولسمشر محمد اشرف غنی وړمه ورځ د کابل د امنیتی چارو د سمبالښت په موخه غونډه را وبلله او امنیتی کسانو ته یې دا هر څه روښانه کړل، ولسمشر غنی امنیتی مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې دغه حالت کنټرول کړی، مجرمین ،ناقانونه وسله والې ډلې او د قانون ضد کسان ونیسی او تر راروان کوچنی اختر پورې د کابل ښار له دې ډلو تصفیه کړی! اوس امنیتی مسوولین مکلف دی، چې د ولسمشر امر پر ځاى کړی، دوى باید د کابل ښار تصفىه کړی.!

احمد فرهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید