روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې له سلګونه کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه

د ګډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزرات : په هیواد کې د بشری ناورین د مخنیوی لپاره مو د مرستو جلبولو هڅې ګړندۍ کړیپه کابل کې د ګډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزرات له لوری له شااوخوا ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه.د مرستې وېش پروسه کې د یاد وزارت سرپرست  خلیل الرحمن حقانی ډاډ وښود،چې په هیواد کې د بشری ناورین مخنیوی په موخه یې د نورو هیوادونو د مرستو جلبولو لپاره هڅې ګړندۍ کړی دی.

حقانی په نړویوالو هم غږ وکړ،چې په افغانستان کې روان بشری ناروین نړۍ زیانمنولای شی او د مخنیوی په موخه باید بشری مرستې د سیاسی ستونزو قربانی نه کړی.

حقانی زیاته کړه: (( اوس دوی ته په کار ده،چې د افغانستان  اسلامی امارت خبری سره دا بشری مرستی سیاسی نه کړی. دوی باید دا مرستې وکړی،جاری یې وساتی،انسانی مرستې بشری مرستې باید اسلامی امارت پورې ونه تړی. نو له دوی مو دا هیله ده،چې د افغانستان ټول هغه وګړی،نن که دا بشری ناورین جاری وی ،نو له دې څخه به دوی ته هم ستونزې رسېږی.))

د کابل کډوالو چارو مشر عبدالمتین رحیم زی بیا وایی: د چین له لورې د ۱۳۰ کانټنره خوراکی توکو مرسته د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر اړمنو خلکو ویشل شوې او پاتې مرستې به هم په مستحیقینو وویشی.رحیم زی زیاته کړه: (( اسلامی امارت له راتګه ورسته څلورم که  پنځم ځل دی،چې د چین دولت له موږ سره همکاری کوی. موږ دغه مواد چې راکړل شوې دی،وریجی دی غنم دی، تقریباً یو سلو او دیرش کانټرونه دی. د هغې له  جملی  ۲۰ په همدې میدان توضیح کړل شول، ۲۰ نور د سیلو په ساحه کې دی.))

دلته راغلې یوه سرپرسته مور بیا وایی: د یتیمانو سرپرستی ور ترغاړې ده او د همدې مرستې ترلاسه کولو لپاره له شپږو میاشتو راهیسې د یاد ریاست مخې ته راتلله او دا لومړی ځل دی،چې مرسته یې ترلاسه کړه.

هغې زیاته کړه: ((کور کې ۷ کسان یو. سړی نه لرم.  اینګور مې کونډه ده، زه کونډه یم، کور مې په کرایه نیولی دی. دا مې لومړی ځل دی،چې مرسته ترلاسه کوم. له ماسره هېڅ چا نوره مرسته نه ده کړې.له دې څخه راضی یم، دا غوښتنه لرم،چې ماسره دې نوره مرسته وشی.))

دلته داسې بېوزله کسان هم راغلی،چې له دغو مرستو ناخوښ دی او وایی،حکومت دې د مرستو پرځای ورته کاری فرصتونه برابر کړی.

یو تن مرسته اخېستونکی وایی: (( زموږ لپاره دا مرستې هېڅ کافی نه دی او نه دا مرستې څه کار کولای شی. له اسلامی امارته  دا غواړو،چې کار راته پیدا کړی. دا دومره مرستې راغلې،همدا یوه بورۍ یې موږ ته راکړې ده.))

دا په داسې حال کې ده،چې تیره اوونۍ د همدغه مرستو اخېستلو په موخه زرګونه اړمنې کورنۍ راغلې وی،خو د زیاتې بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې له امله یاده پروسه ځنډنۍ شوه او لاوړمه ورځ پر ۱۵۰۰  کورنیو مرستې وویشل شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید