د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
کابل ښاروالۍ مسئولین وایی: د جیو تکنیل او ودانیزو توکو لابراتوار فعالیت پیل کړی او له دې وروسته به د ټولو عمرانی او ټولګټو پروژو د ودانیزو توکو ټېسټ په دې لابراتوار کې کېږی.له کابل ښاروالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، د ودانیزو توکو د کیفیت معلومولو په موخه د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د جیوتکنیل لابراتوار فعالیت پیل کړ او د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د رئیس مولوی عبدالحبیب له لوری رسماً پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.د یاد لابراتوار وسایل په وروستیو کې اخیستل شوی وو او په لومړی ځل یې په کابل ښاروالۍ کې فعالیت پیل کړ. له دې وروسته به د ټولو عمرانی او ټولګټو پروژو د ودانیزو توکو ټسټ په دغه لابراتوار کې ترسره کېږی.