د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملی دفاع وزارت په کابل ښار کې د هوایی مدافعې سیستم د فعالولو خبر ورکړ.دملی دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته ووېیل، چې دغه دستګاه اوس مهال فعاله شوې ده.د ملی دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا د راکټونو او مزائیلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ خورا ګټور ثابت شوی سیستم دی.دې وزارت وړمه شپه د اعلامیې په خپرولو سره ووېیل: ټاکل شوې د هوایی مدافعې سیستم د شپې دوې بجې فعاله شی او د کابل اوسېدونکو څخه یې غوښتی و، چې د غږ په اورېدو اندېښمن نشی.د اعلامیې له مخې: ((امنیتی سکتور او افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره د سر په بیه چمتو دی، دغه سیستم هم د همدې موخو له ډلې دی، چې پر جګړه ییزو احضاراتو مثبته اغېزه لری.))په کابل کې د هوایی مدافعې سیستم داسې مهال فعالېږی ،چې تر دې مخکې د کابل ښار مهمې سیمې تر توغندیزو او راکټی بریدونو لاندې وې ، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکی خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتی دی.تر اوسه د افغانستان د ملی دفاع وزارت د دغه سیستم د فعالولو د ځای په اړه څه نه دی وېیلی، خو ویل کېږی ،چې دا سیستم د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې فعال شوی دی.