روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د موټر په مخکینی سیټ کې پر دوو کسانو کېنولو بندیز ولګېد

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایی: د کابل ترافیک هغه موټر چلوونکی جرېمه کوی، چې په مخکینی سیټ کې دوه کسان کېنوی.د صالح په خبره د جریمې یوه برخه به دا وی، چې د دوی موټر به د څو ورځو لپاره د ښاروالۍ او پولیسو له لوری د ګزمې لپاره وکارول شی.امرالله صالح دا پرېکړه داسې مهال کوی، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د نا امنیو راپورونه ډېر خپرېږی.ولسمشر غنی هم وروستیو راپورونو پر اساس د کابل د امنیت واګی د څه مودې لپاره خپل لومړی مرستیال امرالله صالح ته وسپاره څو وضعیت کنترول کړی.کابل ښاریان وایی، په دې وروستیو څو ورځو تر پخوا امنیتی وضعیت نسبتاً ښه شوی، خو بیاهم د نیوکې ګوته حکومت ته نیسی.دوی وایی که حکومت له پیل نه منظم امنیتی پلان لرلی، نو خلک به نه وای اندېښمن شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید