روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د ممیزو د پروسس یوې کارخونه کې ۹۰۰ کسانو ته کاری زمینه برابره شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې په دغې کارخونه کې یو افغان سوداګر نږدې یو میلیون امریکایی ډالر پانګونه کړې.د وزارت په وینا، یاده کارخونه اوس خپل تولیدات اروپایی هېوادونو، روسیې، چین او ټایلنډ ته صادروی . د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې په دغه کمپنۍ کې خلکو ته د کار زمینو برابرولو خبره کوی، چې په افغانستان کې بېکارۍ او فقر له هر بل وخته د خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی.له دې وړاندې نړیوالو سازمانو هم په افغانستان کې د بېکارۍ او فقر کچه د اندېښنې وړ ښودلی او له نړیوالو یې په دې برخه کې د بیړنو مرستو غوښتنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید