د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په کابل کې د ملګرو ملتونو د روغتیایی سازمان مسئول داپنګ لو وایی، د افغانستان حالت بېړنۍ دی او نړۍ نه باید دغه هېواد له یاده وباسی. لو دغه څرګندونې پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې د ټپیانو له لیدو او ارزونې وروسته کړې دی. هغه چې د چنګاښ ۵ مه پکتیکا او خوست ته تللی ویلی، زلزلې د افغانستان خلک ځورولی او ورسره مخ دی، نړۍ نه باید په دې بېړنی حالت کې دغه هېواد له یاده وباسی. ده ټینګار کړی، چې پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې ځپلو خلکو ته باید په بیړه رسیدګی او مرستې ورسره وشی. ښاغلی لو دا هم ویلی، چې دوی به په نږدې ورځو کې د اضافی طبی تجهیزاتو یوه جوپه چې دوبۍ کې د نړیوال سازمان لوجستکی مرکز کې دی افغانستان ته راوړی.