روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د ترافیکی بې نظمیو په اړه شکایتونه

د کابل ښار اوسېدونکی په دې وروستیو کې د ترافیکی نظم د نشت په اړه شکایتونه او نیوکې کوی.د هغوی په وینا: په ښار کې د ګڼې ګوڼې او خراب ترانسپورتی سیستم او د خلکو بېکاری د دې سبب شوې چې ترافیکی بې نظمی جوړه شی.د کابل ښار د پل باغ عمومی سیمې اوسېدونکو زلمی او امېد کلید راډیو ته ویلی، زیاتره موتر چلوونکی مسلکی نه دی، په ترافیکی اوصولو نه پوهېږی او تر ډېره ترافیکی قوانین هم نه مراعتوی چې له همدې کبله په ښار کې بې نظمی رامنځته کېږی.د دوی په خبره، ټکسی چلوونکی او نور ټول موټر چلوونکی باید دا احساس ولری ،چې خپل موټر په مناسبو ځایونو کې پارک کړی، تر څو په ښار کې د بې نظمی سبب نه شی.((د ترانسپورتی ستونزو په رامنځته کولو کې ډېری وخت په خپله ډریوارن ملامت دی، ځکه داسې موټروانان په ښار کې آزاد ګرځی چې هېڅ په ترافیکی اصولو نه پوهېږی او قانونی اسناد هم نه لری.
ترانسپورتی مشکلات تر یو حده د ښارولۍ له کبله رامنځته شوی، خپل سری پارکنګونه یې د موټرو لپاره جوړ کړی او بله ستونزه د خلکو بې کاری ده، چې د کار لپاره ښار ته راوتلی دی.))په کابل ښار کې یو بل ټکسی چلونکی عبدلصبور وایی: که د موټر چلوونکو له خوا ترافیکی قوانین مراعت شی، نو ښایی په ښار کې هېڅ ترانسپورتی ستونزې او بې نظمی رامنځته نه شی.((که په ښار کې کراچوانان، موتر چلوونکی، ترافیک، حکومتی چارواکی او خلک خپل مسئولیت وپېژنی، د ښار ټولې ستونزې به ژر حل شی.))د کابل ښار د ترافیکو مدیریت د لومړی بلاک قوماندان وحیدالله دور اندېش بیا وایی، چې په ښار کې د ترانسپورتی ستونزو حل لپاره په کار ده ، چې د کابل ښاروالۍ او د ترانسپورت وزارت د هغو سړکونو، چې سور یې کم دی، زیات کړی او همداراز د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره په کار ده، چې په ښار کې لوی تم ځایونه جوړ شی.(( د ښاریانو له خوا ترافیکی قوانین تر یو حده مراعتېږی، خو تر هغې کچې چې باید تنظیم شی، نه دی شوې، نو له همدې کبله ډریوران هم قوانین نه مراعتوی او هر ځای، چې خوښه وی، تم کېږی. له دوی جدی غوښتنه کوو چې ترافیکی قوانین پر ځان عملی کړی))  نه یوازې کابل ښار، بلکې په نورو ولایتونو کې هم خلک له ترافیکی بې نظمیو څخه شکایتونه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید