روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د افغان پانګې په نامه ستر شرکت جوړیږی

د افغانستان اسلامی امارت وړمه ورځ په کابل کې د افغان انوېسټ په نامه لوی محدودالمسوولیت شرکت پرانیست. دا پرانیسته د اسلامی امارت د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال او د کابینې د اقتصادی کمېسیون مشر ملا برادر وکړه. برادر ویلی، چې سوداګری د اقتصادی ودې لپاره مهمه ده. هغه پر افغان پانګه والو غږ وکړ، چې خپلې شتمنۍ هېواد ته را ولېږدوی. برادر وویل ،چې اسلامی امارت به پانګه والو ته د پانګونې لپاره له ټولو غوره امکانات برابر کړی. د معلوماتو پر بنسټ په دغه لوی شرکت کې تر دې مهاله ۱۳ افغان سوداګرو د ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. افغان انوېسټ به د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او رغونې په برخو کې پانګونه کوی. د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغان انوېسټ په پرانیستغونډه کې وویل، چې د هېواد د اقتصادی ستونزو د اواری له ټولو غوره لاره دا ده، چې افغانان په خپله لاس په کار شی او هېواد ته صادقانه کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید