روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل کې د افغانستان د اقتصادی پیاوړتیا نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی پرون په کابل کې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا نړیوال نندارتون پرانیست.د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د اسلامی امارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې صنعت او سوداګری په اقتصادی وده کې مهم رول لوبوی.په دغو مراسمو کې د سترې محکمې د تمیز رئیس شیخ الحدیث محمد شریف حقانی د هېواد د اقتصاد په وده کې د سوداګرو رول مهم وباله او ویې ویل، چې سوداګر باید د خلکو د باور ترلاسه کولو په موخه په خپلو کاروبارونو په ځانګړې توګه په پېر او پلور کې صادق او امانتدار و اوسی.ورپسې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی په خپلو خبرو کې له سوداګرو مننه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه کړې او له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو څخه یې چې په بهر کې دی وغوښتل، ترڅو راشی او په هېواد کې پانګونه وکړی.ده د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې یو مثبت ګام وباله او د صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو د ښو پلانونو لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوری  د همکارۍ ډاډ ورکړ.په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې حقوقی سلاکار محمد عاطف داعی په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه نندارتون د اطلاعاتو، فرهنګ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو په همکارۍ جوړ شوى، چې په کې څه باندې ۱۰۰ غرفې چې ۵۰ یې په ښځو پورې اړه لری، د افغانستان هر ډول تولیدات، صنایع او همدارنګه د نقاشۍ خطاطۍ، او کتابونو اثار نندارې ته اېښودل شوی دی.د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به نن و سبا هم دوام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید