روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل ښار کې د ترافیکی نظم له نشتوالی شکایتونه  کیږی

یو شمېرکابل ښاریان وایی، چې ځینې موټرونه له پلېټ او اسنادو پرته او یا په داسې پلیټونو ګرځی چې هېڅ نه پېژندل کېږی.ښاریان اندېښنه لری چې یاده چاره د ښاری او ترافیکی نظم د خرابولو ترڅنګ پر امنیت هم ناوړه اغېزه کولای شی.د کابل ښار اوسېدونکی هجرت الله وایی: کېدای شی یو شمېر کړۍ له داسې موټرونو څخه چې قانونی اسناد او پلېټ ونه لری، د جنایی جرمونو په ترسره کولو کې ګټه واخلی:  (( په دې وروستیو کې په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، په ځانګړې توګه د هغو موټرونو چې پلېټ او اسناد نه لری او یا په نورو نابلده پلېټونو ګرځی، هم یې ترافیکی بې نظمی رامنځته کړې او هم له دغو بې اسنادو او بې پلېټه موټرونو د ښار په ناامنۍ او ګډوډۍ کې کاراخیستل کېدای شی.)) په ورته وخت کې د کابل ښار بل اوسېدونکی محمدوسیم هم له اسلامی امارت څخه غواړی ،چې ترافیکی نظم ته جدی پاملرنه وکړی، غیرقانونی موټرونه یا ثبت کړی او یا یې په ښار کې د ګرځېدو مخنیوی وکړی:  ((کابل ښار ته له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر بې اسنادو او بې پلېټه موټرونه راغلی چې د ښار نظم یې خراب کړی او ښاریان یې له ستونزو سره مخ کړی دی، بل دا چې په کابل او یا په ځینو ولایتونو کې یوشمېر بهرنی پلېټونه هم لیدل کېږی او باید مخنیوی یې وشی.))

په همدې حال کې د کابل د ترافیکو مدیریت مسئولین وایی: که څه هم دوی د کابل ښار د نفوسو په پرتله چې د ورځې شپږ سوه زره موټر پکې تګ راتګ کوی، د تشکیل د کمښت له پلوه له ستونزو سره مخ دی، خو بیا یې هم د ښار په ډېرو سیمو کې هغه د لاربندیو ستونزې حل کړې چې خلکو به په ساعتونو په کې انتظار کاوه.

د کابل د ترافیکو مدېریت د دفتر آمر امیرخان حکیمی رسنیو ته ویلی: د یو کیلی یا بې اسناده موټرونو په اړه یې یو راپور چمتو کړی او د تصمیم نیونې لپاره یې له مشرتابه سره شریک کړی دی.

دی وایی: د لنډمهاله سټېکر لرونکی موټرونه هم په لنډمهاله اسنادو تګ او راتګ کوی او څوک ترې د ټکسی په توګه کار نه شی اخیستلای او یوازې د شخصی چارو لپاره کارول کېدلای شی: (( هغه موټرونه چې له ترافیکو سره ثبت نه وی، موږ یې دروو، اسناد یې ګورو او بیا یې شهرک ته لېږدوو او بیا وروسته یې په اړه تصمیم نیول کېږی.))

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بسم الله حبیب هم وایی، د ترافیکو ریاست له بې اسناده او بې پلېټه موټرونو سره هغه که د هرچا وی، قانونی چلند کوی او دروی یې:  ((د ترافیکو ریاست د بې اسناده او بې پلېټه موټرونو لپاره تدبیر او پالیسی لری او آن لایحه یې هم ورته جوړه کړې ده، حتی د مجاهدینو موټر هم چې اسناد ونه لری په ډېرو ځایونو کې نیول شوی ، د دې لپاره پلان شته ، مخنیوی یې کېږی او اوس یې پر کړنلاره کار روان دی.))

په ورته وخت کې د کابل د ترافیکو مدېریت مسئولین د ښاری او ترافیکی نظم د ټینګښت لپاره له موټرچلوونکو څخه غواړی ،چې د ښاری موټرونو سېټونه او د سوارلیو شمېر دې له جواز او کمپنۍ سره سم چمتو کړی او په دې اړه د ښاریانو همکاری هم اړینه بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید