روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل ښار کې تر مځکې لاندې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات کېږی

د کابل ښار تر مځکی لاندی اوبو د نظارت په اړه معیاری نظارتی سیستم د لومړنی پیزومتریک څاه په کېندلو سره د ا وبو او انرژی وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمی له خوا د یاد وزارت په انګړ کې پرانیستل شوه  په دغو مراسمو کی د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال انجنیر خان محمد تکل، د یاد وزارت د مالی او ا داری چارو مرستیال الماس باور زاخیلوال، یو شمېر متخصصانو او مسوولانو او همدارنګه د اجرا کوونکی پروژی ټیم لیدر استیفن ګډون کړی وو. د اوبو او انرژی سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمی اوبه د ژوند کولو لپاره مهمه حیاتی منبع وبلله او له اوبو څخه یی په درست ډول پر استفاده کولو  ټینګار وکړ د اوبواو انرژی وزارت سرپرست د کابل په ښار کی تر مځکی لاندی اوبو په باره کې شته ستونزی یادی کړی ، زیاته یی کړه،  تر مځکی لاندی اوبو د زېرمو د کنترول په منظور باید لازمی برنامی ولرو. انجنیر خُلمی د اقلیمی بدلونونو منفی آغیزی، تر مځکی لاندی اوبو کموالی او د هغو منفی اغیزی په کرنیزو پیداوارو کی بیان او د کابل ښار تر مځکی لاندی اوبو د مصنوعی تغذیې پروژی اهمیت یی هم تشریح کړ. انجنیر خُلمی له آسیایی پراختیایی بانک او لندیل میلز کمپنی څخه مننه وکړه، د اوبو د کموالی د ستونزو په رفع کولو کی یی د اکادمیکو مرکزونو په باره کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د څاه ګانو د کیندولو رییس انجینر نجفی وویل: له  څلورو تر شپږو میاشتو په اوږدوکی به په لومړی مرحله کی، د کابل ښار په مختلفو سیمو کی څلویښت ۴۰ څاه ګانی وکېنو. د اوبو او انرژی وزارت د هایدروجیالوجی رییس محمد نعیم توخی د وینا په اساس نظارتی څېړنو ته په پاملرنی سره د کابل ښار په مختلفو سیمو کی چی له ۱۰۰ حلقو څخه په زیات شمېر کې څاګانی شتون لری هره میاشت له یادو څاه ګانو څخه له نږدی نظارت کوو او نقشی یی ترتیب شوی دی.  د ریلف بدلونونو له نظره تر مځکې لاندې د اوبو سطحه، د ترسباتو د نوعیت، د اوبو د سرچینو د تغذیه کولو د سرچینو د موقعیت او د اوبو مصرف کول له ۲۰۰۷ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۸ میلادی کاله پوری تر مځکی لاندی اوبو سطحه تر ۲۲ مترو پوری ټیټه شوی ده چی له امله یی د اوبو د طبقاتو ډېرې ستری برخی (اکوافیر) لوڅی او وچې شوی دی. ښاغلی توخی وویل: د اوبو او انرژی وزارت د کابل ښار تر مځمکی لاندو اوبو د زیرمو د کموالی د ستونزو د لری کولو په خاطر د نورو لارو چارو د حل کولو تر څنګه لازم تصیم نیولی، تر څو دغه سرچېنې بېرته تغذیه کړی چې د خپلو محدودو امکاناتو په لرلو سره د کابل ښار د اوسېدونکو د اوبو د کموالی ستونزی تر یوه بریده کمی کړی. په همدی اساس د امریکا د (USAID) اداری په مالی او تخنیکی مرسته د آسیایی پراختیایی بانک له لوری د لندیل میلز تخنیکی ټیم استخدام شوی، تر څو د دی وزارت د هایدروجیالوجی ریاست سره د کابل ښار تر مځکی لاندی اوبو د زېرمو د مصنوعی تغذیی د سیستم په ګډه مطالعه او د کابل ښار تر مځکی لاندی اوبو د مصنوعی تغذیې پروژی په پلی کولو کی اقدام وکړی.

د تزریقی څاګانو د کېندلو د متخصصانو پر وینا د اوبو لېږدول څاه ګانو ته د پمپونو په وسیله، د ترزیقی څاه ګانو کېندل او د اوبو لېږدول څاه ګانو ته د سطحی جریاناتو په وسیله، د لوی قطر لرونکی څاه ګانو کېندل د نورو څاه ګانو د تغذیې په خاطر، د کانالونو کېندل د سطحی اوبو د تغذیی لپاره، د سطحی صحی اوبو لیږدول څاه ګانو ته، د سترو حوضونو کېندل او حوضونو ته د اوبو د جریان پیدا کول، د سطحی اوبو جریان ورکول په خطی شکل د (اکوافیر) په مدیریتی طریقه د اوبو طبقو ته هغه لاری چاری دی چی تر مځکی لاندی اوبو د ډېروالی سبب ګرځی. د اوبو او انرژی وزارت د متخصصانو د وینا په اساس د (اکوافیر) د اوبو د زیرمو د طبقو زیاتوالی، بیارغونه او ورڅخه بیا ګټه اخیستنه، د رقیق سازی په پایله کی د اوبو په کیمیاوی او بیولوژیکی کیفیت کی ښه والی، د نمکیاتو کموالی، د نمکی اوبو د پرمختګ د نفوذ مخنیوی د خوږو اوبو له طبقوڅخه، د (اکوافیر) د اوبو لرونکو طبقو د خالیګاوو او د ځمکی له نشست څخه مخنیوی، د اړتیا وړ اوبو برابرول، د اقلیم د بدلون د اغیزو په کموالی کی تر ځمکی لاندی اوبو د مصنوعی تغذی ګټی بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید