روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د امریکا د وروستی برید پر ضد لاریونونه ترسره شول

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې پرون د جمعې له لمانځه وروسته دینی عالمانو او ولسی خلکو د امریکا د وروستی برید غندنه وکړه او دا برید یې د دوحې د هوکړې او د هر ډول نړیوالو اصولو خلاف کړنه یاده کړه .په ورته وخت کې د امریکا د وروستی ناځوانمردانه برید د غندلو او د جوبایډن د درواغجنې ادعا د ردولو  په موخه زرګونه تنه نیمروزیان د لاریون په ډول راټول شوی وو . په زابل کې هم لاریون تر سره شو، چې پر مهال یې قومی مشرانو، علماوو، په زرګونو ځوانانو او ولسی خلکو حضور درلود،  دوی د امریکا پر ضد د شعارونو د ورکولو ترڅنګ وویل:امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاته شی او په ډول ډول پلمو دې زموږ پر خاوره د تیری ناکامه هڅه نه کوی او د افغانستان استقلال ته دې ژمنه و اوسی. موږ  پر خپله خاوره د امریکا او د هغوی د حامیانو دغه تیری غندو، موږ یو خپلواک ملت یو او  د هېڅ هېواد تیری نه منو. د افغانستان اسلامی امارت ولسی او اسلامی مشروعیت لری موږ زابلی ولسونه یې پوره ملاتړ کوو د امریکا او نورو هیوادونو په وړاندې یې ترڅنګ ولاړ یو. د دوی د بریدونو په وړاندې د سر په بیه هم چمتو یو.

د یوبل خبر له مخې، د ننگرهارپه مرکز جلال آباد ښار را ټول شویو سلگونو عامو وګړو د امریکا وروستی برید په سختو ټکو وغانده ولسی وگړو د امریکا ولسمشر په درواغو تورن کړ او زیاته یې کړه چې امریکا په تشو درواغو زموږ پر هېواد تیری کړی او زموږ د هېواد حریم یې مات کړی، چې دا کار د ټولو نړیوالو اصولو او د شوې توافقنامې خلاف عمل دی، امریکا افغانانو دلته په ګونډو کړې او اوس غواړی خپل شرم په داسې ظالمانه کړنو پټ کړی داسې بریدونه د افغانانو روحیه نشی کمزورې کولی: امریکا باید له افغانستان سره خپله دښمنی ختمه کړی. او باید زموږ هېواد ته په درنه سترگه وگوری موږ خپل غیرت غربیانو ته ښودلی نور باید موږ ونه ازمایی، موږ ټولې نړۍ سره متقابل احترام اړیکې غواړو او هېڅوک حق نلری چې پر موږ خپل فرمایشات ومنی، افغانستان آزاد او خپلواک هېواد دی هېڅوک دې زموږ د منزوی کېدو کوشش نه کوی ،چې دا چاره د هېچا په ګټه نده، موږ اوس له کلونو ځنډ روسته اولس د ارام ساه اخیستې باید نور مو ژوند کولو ته پریږدئ.  دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندی د امریکا حکومت په دې پلمه چې کابل  ښار پهلسمه امنیتی حوزه شېر پور سیمه کې  د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری پټ دی، پر یوه کور راکټی برید وکړ، چې اوس دغه برید د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم  د ولسونو له لوری وغندل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید