روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ژنیوکې له امریکا او اروپا څخه د روسیې ناهیلی

له متحدوایالتونو سره په خبرو کې د روسیې د پلاوی مشر وایی، چې کرېملېن په ژنیو کې د دواړو خواوو د خبرو په درشل کې د امریکایی او اروپایی چارواکو له ځینو اشارو ناهیلی شوی دی.د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګی ریابکوف انټرفکس اوریا خبری اژانسونو ته ویلی: مسکو دې خبرو ته ډېر هیله مند نه دی، ځکه د ده په وینا متحده ایالتونه د روسیې له لوری د یو اړخیزو امتیازونو پر ورکړه ټینګار کوی. په پام کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتیژیک او امنیتی ډیالوګ تر عنوان لاندې اصلی خبرې نن (سه شنبه) په ژنیو کې پیل شی او دا لړۍ به وروسته د ناټو له غړو سره په خبرو دوام وکړی.

+++

ممکن است شما دوست داشته باشید