د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او په دغه هېواد کې د کډوالۍ نړىوال سازمان په غىر قانونی کډوالۍ اندېښنه څرګندوی.په داسې حال کې چې د غىر قانونی کډوالۍ په اړه د کورنىو او نړىوالو بنسټونو لهخوا خپرې شوې شمېرې د تېرو کلونو په پرتله کمښت ښیی، خو له دې سره هم د کډوالو اړوندې ادارې په ساړه ژمی کې د کډوالو وضعیت او تګ راتګ اندېښمن کړی دی.د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزىر سىد حسىن عالمی بلخی وایی: لا هم غىر قانونی کډوالی جدی ستونزې له ځانه سره لری.دى واىی: (( غىر قانونی کډوالی ډېره زىاته خطرناکه ده، دوى په پولو کې وژل کېږی، د سړې هوا له کبله مری، د ځینو هېوادونو د پولىسو لهخوا د وېشتلو خطر وی او په همدې ډول څو ورځې وړاندې د مدىترانې په بحىره کې سل کسان لهمنځه ولاړل او زه هىله کوم، چې هېوادوال به مو له دې لارې ډډه وکړی.))ښاغلى بلخی وایی: د هغو کډوالو هوىت لا هم نهدى مشخص چې څو ورځې وړاندې د مدىترانې په اوبو کې غرق شوی دی.له دې سره تازه په ټولنىزو رسنىو کې داسې بوږنوونکی تصوىرونه خپاره شوی، چې د ځینو مړو کډوالو ډېر بد وضعىت ښکاره کوی.په دغه تصوىرونو کې چې ښکاری، ىوه کورنۍ به وی ، چې ښځې او ماشومان هم پهکې دی او وىل کېږی چې د سړې هوا له کبله مړه شوی دی.په ټولنىزو رسنىو کې ډېرو افغانانو پرې خواخوږی ښودلې، دا نهده مشخصه شوې ، چې دوى د کوم ځاى دی او چېرته مړه شوی دی.د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د کډوالۍ نړىوال سازمان هم په دې اړه بېخبری ښیی.خو د کډوالۍ نړىوال سازمان ىا «IOM» غىر قانونی کډوالی له خطرونو ډکه بولی او وایی چې دوى له افغان حکومت سره په ګډه کار کوی چې قانونی کډوالىو ته زمىنې برابرې کړی.د دغه سازمان د عامه اړىکو مرستىال محمد حدىث پردېس وایی:(( د کډوالۍ نړىوال سازمان له غىر منظمې کډوالۍ اندېښنه لری، ځکه چې ډېر خطرونه لری، موږ هڅه کوو، هغه چې کډوالی کوی، ورته قانونی لارې برابرې شی.)) ناامنی، بېوزلی او ټولنىزې ستونزې د افغانانو د غىر قانونی کډوالۍ اصلی عوامل بلل کېږی.
ىوسف خان ځدران