روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په چین کې کرونا وایروس  نور کسان هم مړه کړی

د چین د روغتیا ملی کمېسیون، په دغه هېواد کې په کرونا وایروس د ۱۵۰ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.دغه کمېسیون ویلی، په دغه وایروس تازه ۴۰۹ نور کسان اخته شوی دی.له دې سره په چین کې په دغه وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۷۱۵۰ ته ورسېد او د مړو شویو شمېر ۲۵۹۲ ته پورته شو.له چین وروسته ایران هغه هېواد دی، چې د کرونا وایروس له امله د مړینې لوړه شمېره لری.د ایران ایسنا نیمه دولتی خبری اژانس ویلی، په هغه هېواد کې کرونا وایروس ۵۰ کسان مړه کړی، خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوازې د ۱۲ کسانو مړینه تایید کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید