روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږی

ټاکل شوې ، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو درېیمه غونډه راتلونکې اوونۍ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون جوړه شی. د چین د بهرنیو چارو وزارت وایی، په‌ دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشری مرستو او په دغه هېواد کې د سیاسی ننګونو پر حل خبرې و شی.په ورته مهال افغان حکومت له ګاونډیو هیوادونو سره د اسلامی امارت د اړیکو د پراختیا لپاره د یادې غونډې جوړېدل ګټور ګڼی.د چین په جوړېدونکې غونډه کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.مسکو هم ویلی، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې به د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ګډون وکړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید