روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پکتیکا کې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پیل شوې

د پکتیکا په سرحوضې ولسوالۍ کې د ګلردین په کلی کې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پیل شوې، چې د سیمې ګن شمېر اوسېدونکو ته به پکې کاری زمینه هم برابره شی.د کانونو او پټرولیم رئیس مولوی نظر ګل صیاد باختر آژانس ته ویلی، چې د دغه کان د استخراج چارې یې د اړوند وزارت د مکتوب په اساس یو ساختمانی شرکت ته ورکړی، چې په لومړۍ مرحله کې به ترې لس زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج کړی.د صیاد په خبره، دغه لس زره ټنه د ډبرو سکاره به د سیمې خلک استخراجوی او د یو ټن پر سر به ۳۰۰۰ افغانۍ ټکس دولت ته ورکوی.د سیمې خلک د یاد کان استخراجولو ته خوښ دی او وایی، چې په دې سره به د سیمې خلکو ته کاری زمینه هم برابره شی.هېره دې نه وی، چې څو میاشتی مخکې د پکتیکا په ځینو نورو سیمو کې د کانونو د استخراج سروې شوې وه، چې له بشپړېدو وروسته به کار پرې پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید