روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پکتیا کې د جلغوزیو حاصلات ۵۰۰  مټریک ټنه اټکل شوی

د پکتیا دکرنې او مالدارۍ ریاست مشر عبدالروف سعید وایی: په دې ولایت کې سږ کال د جلغوزیو حاصلات ۵۰۰  مټریکه ټنه اټکل شوی دی.  سعید وایی: سږ کال د تېر کال په پرتله د جلغوزیو حاصلات کم دی، خو بیې یې لوړې دی. سعید زیاته کړه: ((سږ کال د پکتیا د جلغوزیو حاصلاتو کومه ارزونه چې شوې،کابو۵۰۰ مټریکه ټنه حاصلات لرو. د تېر کال په پرتله سږ کال د جلغوزیو په حاصلاتو کې یو څه کموالی راغلی دی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید