روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پکتیا کې د بنګو کښت صفر ته راښکته شوی

په تیرو شلو کلونو کې د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ پر ۹۰ سلنه کرنیزو ځمکو چرس کرل کېدل،خو اوس دا کچه صفر شوې ده.د یادې ولسوالۍ  ولسوال ظاهرګل وایی: خلکو د دوی پر غوښتنه د نشه یی توکو له کرلو ډډه کړې او اسلامی امارت باید ورسره مرسته وکړی. ده زیاته کړه: (( د چرسو موضوع پای ته رسیدلې. دلته نور بیا څوک نشه یی توکی نه کری صفر شوی دی،خلک یې د بدیل غوښتنه کوی.موږ ورسره ژمنه کړې ،چې دوی ته به ورکول کېږی.)) بزګران هم وایی: د اسلامی امارت پر غوښتنه یې سږ کال خپلو ځمکو کې نشه یی توکی نه دی کرلی او باید د زعفرانو او یا داسې نورو حاصلاتو تخم ورکړل شی،چې اریوب ځاځیو ولسوالۍ  کې یې پایله ښه وی. د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې بزګر وایی: (( مخکې دلته ټولو بزګرانو چرس کرل، سږ کال د نشه یی توکو کرل بند شوی او خلکو لوبیا،کچالو او جوار کرلی دی.))د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې بل بزګر بیا وایی: (( د خلکو اقتصادی ستونزې ډېرې دی،حکومت کولای شی،چې زعفران او یا نور د داسې حاصلاتو تخم بزګرانو ته ورکړی، چې دلته یې پایله مثبته وی.)) بزګران همدا راز وایی: د وچکالۍ له کبله یې ډېری ځمکې شاړې شوی او په کمه برخه یې لوبیا، کچالو او جوار کرل شوی دی. د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو تن بزګر وایی: (( د خلکو ځمکې کمې دی. یو یا دوه پټی لری،چې لوبیا او جوار یې پرې کرلی،نور خو حکومت سږ کال چرسو کرل بند کړل. وچکالی ده.که نور څه وکری،ګټه نه کوی.)) د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو بل بزګر بیا وایی : (( دا لښتی او خوړونه وګوره! مخکې به اوبه په کې راتلې، خو اوس وچ دی. موږ د اوبو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو.)) د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکی وایی، اسلامی امارت دې د نشه یی توکو نه کرلو په بدل کې د بیارغونې بېلابېلې پروژې ورکړی،ترڅو یو شمېر کسان په کې پر روزګار بوخت شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید