روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په پردۍ جګړه کې یوازې افغانانو ته زیان اوړی


د افغانستان مسلمان ملت، د اسلامی نړۍ دینی عالمان، نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه به بیا بیا په افغانستان کې د اوربند او سولې غوښتنه کوی، دوی پر طالبانو بیا هم غږ کوی، چې دا جګړه پرېږدی او د سولې له بهیر سره یوځای شی، چې نوره په افغانستان کې تباهی او افغان وژنه بنده شی.
له ډېره بده مرغه چې د دې مبارکې روژې په پار هم طالبانو اوربند ونه مانه او اوس یې د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړه تېزه کړې، چې پکې ملکی وګړیو ته سخته مرګ ژوبله اوړی او له خپلو کورونو بې ځایه کېږی، دا بې ځایه شوی وګړی بیا په اورښتونو او ټکنده ګرمیو کې سخت لالهانده وی، روژه په خوله د هغوی مجبوری ډېره سخته ده او د هغوی دا ځور او کړاو نه یوازې ستر بشری جنایت دی، بلکې سخته عظیمه ګناه هم ده!
له همدې امله پر طالبانو غږ کېږی، چې د پردۍ تپل شوې جګړې د دوام او د دښمن د ګټو لپاره دې نه خپل ځانونه وژنی او نه دې هم افغانان. دا جګړه افغان وژنه ده او افغانستان ورانونه. له کله چې بهرنی ځواکونه د وتو پر درشل کې دی، نو هېڅ د جګړې روایت نه دی پاتې، بلکې دا د پردیو د ګټو د د دوام لپاره جګړه ده او پردی پر دې خوشحالېږی، چې په دې جګړه کې یې هم د طالبانو له ډلې او هم د افغانانو له خوا کسان وژل کېږی او هېواد یې ورانېږی او یا هم هم اقتصادی زیانونه ګالی. دا د ملت غږ دی او دا د نړیوالو غږ دی، چې طالبان باید پردۍ جګړه پرېږدی او افغان وژنه او یا هم خپله ځان وژنه او هېواد ورانونه پرېږی!
د اروپایی ټولنې غړو هېوادونو او امریکا هم پر طالبانو غږ کړی، چې ژر تر ژره دا جګړه او وژنې پرېږدی او پسرلنۍ نا اعلام شوې جګړه دې پای ته ورسوی! یادو هېوادونو په شل ماده ییزه خپره کړې خبرپاڼه کې وېیلی، چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړی دی او په دې باور دی چې په دغه هېواد کې د زور حکومت بریا ته نه رسېږی!
دوی د روانې جګړې او تاوتریخوالی پړه هم پر وسله والو طالبانو اچولې ده او له دغه ډلې یې غوښتی چې ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدی. د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې، فرانسې، جرمنی، ایټالیا، برېتانیا، ناروې امریکا او دغه راز ناټو ځانګړو استازو په برلېن کې تر غونډې وروسته وړمه ورځ جمعه (د غویی ۱۷مه) په دې اړه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
د دې شل ماده ییزې اعلامیې په سر کې راغلی چې دا هېوادونه د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم په افغانستان کې د هغه حکومت مخالفت کوی چې د زور له لارې واک ته ورسېږی! په اعلامیه کې راغلی چې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت د سیمې بې ثباتۍ ته هم یو ګواښ ګڼل کېږی.
خو طالبان بیا د د دوحې تړون عملی کول، د خپلو زندانیانو خوشی کول او د مشرانو نومونه یې له تور لېسته ایستل غواړی. دا هغه څه دی، چې افغانانو تجربه کړی او نړیواله ټولنه هم پرې شک لری، له همدې امله هېڅ داسې ظمانت نشته چې د تېر په څېر به بیا هم د طالبانو خوشی شوی زندانیان یا د هغوی مشران له تور لېسته تر ایستلو وروسته جګړې ته مخه نه کوی!
خو دا شونې ده، بلکې له وخته مخ کې غوښتنه ده، کله چې طالبان تل پاتې اوربند وکړی، نو د سولې لپاره عملی ګامونه پورته کړی، دا غوښتنه یې پوره کېږی، خو اوس د جګړې بندول ستره او مهمه غوښتنه ده، چې باید طالبان پرې عمل وکړی.
که پلمه د بهرنیو ځواکونو وه، هغه هم ختمه شوې ده، دوی وزی او دا لړۍ به په خپل وخت بشپړه شی، له دې ورهاخوا بله پلمه طالبانو ته نه شی پاتې کېدای. د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلی د پنجشنبې په ورځ په پنټاګون کې د دفاع له وزیر لوید استېن سره په ګډه خبری غونډه کې ووېیل چې له مخکېنی اعلام سره سم د سرتېرو د تل دوام لری، د ده په خبره پر امریکایی ځواکونو د وتلو پر مهال تر دې دمه برید نه‌دی شوی، خو میلی زیاتوی چې پر افغان امنیتی ځواکونو د طالبانو حملې روانې دی. خو امریکا او ناټو ژمن دی، چې له افغان حکومت سره به همکاری دوامداره ساتی، په ټوله کې نه امریکا او نه هم نړیواله ټولنه دا غواړی، چې افغانستان دې طالبانو ته وسپارل شی، بلکې حقیقت دا دی، چې د اوسنی نظام ننګه کېږی او دا نظام به دوام مومی، نو دلته بیا طالبان باید د پردۍ جګړې لپاره نه ځان په خطر کې واچوی او نه هم افغانستان او د افغانستان ملت، ځکه په دې جګړه کې ټول زیان افغانان ګالی او افغان وژنه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید